۰

ټرمپ او مودي د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۸
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې اترې کړې دي.
ټرمپ او مودي د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبرې اترې د تلېفون له لارې شوې او دواړو مشرانو د افغانستان په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د هند لومړي وزیر ښاغلي مودي ویلي چې هند به د افغانستان په بیا رغونه او امنیت کې پر خپلو ژمنو عمل کوي او له امریکا سره به د جنوبي اسیا په اړه په نوې تګلاره کې همکاري کوي.

دواړو لورو په جنوبي اسیا کې پر روانو سیاسي او امنیتي مسایلو هم خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وايي، د جنوبي اسیا په اړه په نوې تګلاره کې هند د امریکا ښه ملګری بلل شوی دی او دواړه هېوادونه به د ګډو ګټو په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي