۰
ننګرهار:

د کرکټ په میدان کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۲
سیمه ییز چارواکی وایي، په ننګرهار ولایت کې د کرکټ په یوه ځايي لوبغالي، چې چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کرکټ په میدان کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکی وایي، په ننګرهار ولایت کې د کرکټ په یوه ځايي لوبغالي، چې چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه چاودنه تېره ورځ (جمعه د سلواغې ۲۰ مه) مازدیګر ناوخته د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي سیمې د کرکټ په میدان کې شوې.

د بټي کوټ ولسوال نعمت نورزي ویلي، چې چاودېدونکي توکي له وړاندې د کرکټ میدان د پيچ په منځ کې ځای پر ځای کړای شوي و، او هغه مهال چې لوبه روانه وه، چاودنه یې کړې.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې وژل شوي کسان درې واړه د کرکټ لوبغاړي، چې یو یې زده کوونکی او دوه نور یې د پوهنتون محصلین هم وو.

د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي، خو د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي دا لومړی ځل نه دی، چې د سپورت په میدان کې چاودنه کېږي، بلکې تر دې وړاندې په پکتیا کې د ولیبال د لوبې او په کندهار کې د فوټبال د لوبې پر مهال هم ورته چاودنې شوې وې.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي