حفیظ منصور:

جمعیت ګوند له خپلې هېڅ یوې غوښتنې هم حکومت ته نه دی ورتېر شوی

21 دلو 1396 ساعت 11:55

له حکومت سره د جمعیت اسلامي ګوند د خبرو د پلاوی غړی او په ولسي جرګه کې د کابل استازی حفیظ منصور وایي، د جمعیت ګوند له حکومته څخه د خپلو غوښتنو له یوې غوښتنې هم نه دی تېر شوی.


له حکومت سره د جمعیت اسلامي ګوند د خبرو د پلاوی غړی او په ولسي جرګه کې د کابل استازی حفیظ منصور وایي، د جمعیت ګوند له حکومته څخه د خپلو غوښتنو له یوې غوښتنې هم نه دی تېر شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جمعیت اسلامي ګوند او له حکومت سره د یاد ګوند د خبرو د پلاوی یوه بل غړي عبدالستار مراد له وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د جمعیت ګوند له حکومت څخه د خپلو غوښتنو له ډلې له دوه غوښتنو تېر شوی دی.

مراد ویلي د برېښنايي پېژند پاڼو او دغه راز د لویې جرګې دایرول غوښتنې د جمعیت ګوند د غوښتنو له نوملړ څخه ایستل شوې دي.

د مراد په خبره حکومت د جمعیت ګوند نورې ډېری غوښتنې منلې او یاد ګوند هم د برېښنايي پېژند پاڼو او دغه راز د لویې جرګې د دایرولو له غوښتنې په شا شوی دی.

خو له حکومت سره د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبدالحفیظ منصور دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، جمعیت ګوند له خپلې هېڅ یوې غوښتنې نه دی پر شا شوی.

ښاغلي منصور جمهور خبري آژانس ته و ویل«جمعیت ګوند له حکومت څخه د خپلو غوښتنو له نوم لړ څخه هېڅ یوه غوښتنه نه ده ایستلی او نه هم له خپلو غوښتنو پر شا شوی، هېڅوک د حکومت پر وړاندې د جمعیت ګوند د غوښتنو له نوملړ څخه کومه غوښتنه نه شي ایستلای او نه هم دا صلاحیت لري.»

د هغه په وینا هر هغه څرګندونې چې د جمعیت ګوند له غوښتنو سره په ټکر کې وي، د یاد ګوند دریځ نه بلکې شخصي دریځ دی او له جمعیت استازیتوب نه شي کولای.

باید و ویل شي، چې د جمعیت ګوند د ملي یووالي له حکومت څخه د اصلاحاتو د راوستلو په خاطر ۱۲ بېلا بېلې غوښتنې لري او د دې غوښتنو پر سر له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې له حکومت سره خبرې اترې لري.

که څه هم دغه خبرې له لومړي سر څخه څه موده وروسته په ټپه درېدلې وې، خو تېره اوونۍ یو ځل بیا د حکومت او جمعیت ګوند تر منځ د دغه غوښتنو پر سر خبرې اترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 101238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com