۰

د کورنیو چارو وزیر د پولیسو او خلکو تر منځ پر ښو اړیکو ټینګار وکړ

یکشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۸
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د پولیسو او ولس تر منځ ښې اړیکې کولای شي د امنیت او پولیسو په وړتیا کې اغېزمن پرېوځي.
د کورنیو چارو وزیر د پولیسو او خلکو تر منځ پر ښو اړیکو ټینګار وکړ
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د پولیسو او ولس تر منځ ښې اړیکې کولای شي د امنیت او پولیسو په وړتیا کې اغېزمن پرېوځي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي برمک دغه څرګندونې نن یک شبنې د سلواغې ۲۲ مه د کابل د حوزو له پاره د امرینو او مرستیالانو د ازموینې اخیستو پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل شي، چې د پولیسو او خلکو تر منځ د ښو اړیکو جوړول د وزارت د اصلاحي پروګرامونو په لومړتوب کې ځای لري او دا کار د امنیت په ټينګښت او د پولیسو په پیاوړتیا کې رغنده رول لري.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د همدې هدف له پاره ګړندي کارونه روان دي او د کابل د حوزو له پاره د وړ او مسلکي مشرانو او مرستیالانو ټاکل د همدې لړۍ پيل دی.

ښاغلي برمک وايي، د کابل د حوزو د امرینو او مرستیالانو تر ټاکلو وروسته به د کورنیو چارو وزارت د هغوی کړنې په جدیت سره څاري او ارزوي به یې.

دا په کابل کې د امنیتي حوزو له پاره د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې دوهمه ازموینه ده، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا تر سره کېږي او دغه وزارت وايي، له دې کار څخه یې موخه د هېواد او په ځانګړي ډول د کابل د امنیتي او سیاسي اوضاع په دقیق ډول څار دی.

باید و ویل شي، چې د کابل د امنیتي حوزو د امرینو او مرستیالانو د ټاکلو له پاره تېره اوونۍ له ۴۰۰ کسانو لیکلې ازموینه واخستل شوه او نن له دې کسانو د ۳۶ د بریالیو کسانو څخه تقرریري ازموزینه واخستل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي