امریکايي سناتور:

امریکايي جنرالان باید ومني، چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی

23 دلو 1396 ساعت 12:45

امریکايي سناتور رانډ پل وايي، د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او امریکايي جنرالان باید ومني، چې دغه جګړه نه شي ګټلی.


امریکايي سناتور رانډ پل وايي، د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او امریکايي جنرالان باید ومني، چې دغه جګړه نه شي ګټلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پل یوه امریکايي تلوېزیون ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان جګړه هر کال ۵۰ ملیارده ډالر لښګت لري په داسې حال کې، چې امریکا خپله د بودیجې له کسر سره مخ ده.
د هغه په وینا که امریکا د افغان جګړې پیسې په امریکا کې ولګوي، نو ډېر څه پرې کولی شي.

پل زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه دا مهال په ۷ هېوادونو کې په جګړه بوخت دي، خو یوې جګړې ته هم د امریکا سنا په قانوني توګه اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا باید خپل سرتېري له افغانستانه راستانه کړي او امریکايي جنرلان باید دا ومني، چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی.

دغه امریکايي سناتور له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي، چې  د افغان جګړې لګښتونو ته دې پام وکړي او نور دې امریکايي سرتېري بېرته را وغواړي، ځکه زموږ موخه د القاعده شبکې ختمول و او دا موخه مو تر لاسه کړې ده.

باید و ویل شي، چې دغه امریکايي سناتور څو ورځې وړاندې هم په یوه مقاله کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 101306

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com