۰

د فلسطین ولسمشر روسیې ته په سفر تللی دی

دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۵
د فلسطین مشر محمود عباس د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.
د فلسطین ولسمشر روسیې ته په سفر تللی دی
د فلسطین مشر محمود عباس د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دواړه لوري له اسرائیلو سره د فلسطین د ستنوزو او یو شمېر نور مسایلو خبرې اترې وکړي.

داسې هم ویل کېږي، چې ښايي ښاغلی عباس په هغو برخو کې د پوتین ملاتړ تر لاسه کړي، چې فلسطینیان‌ یې پر سر د امریکا له متحده ایالاتو سره مخالف دي.

ټاکل شوې وه، محمود عباس له پوتین سره په سوچي ساحلي ښار کې وګوري، خو پوتین سوچي ته خپل سفر لغوه کړ، څو د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط د پېښې پایلې وڅاري.

د امریکا او فلسطین اړیکې وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال د ډسمبر په شپږمه بیت ‌المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، لا ترینګلې شوې.

د ټرامپ تر دغه اعلان وروسته د فلسطین ولسمشر محمود عباس و ویل، چې هېواد یې نور له اسرائیلو سره د ستونزې د حل په برخه کې د امریکا منځګړیتوب نه غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي