سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د سلواغې ۲۳ مه غرمه مهال د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په لړم سیمه کې رامنځ ته شوې.
د غزني ترافیک چارواکي وايي، ۳۰۳ ډوله موټر کندهار ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.
د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه رسول شوي دي.
تر اوسه د موټر د چپه کېدو لامل نه دی په ګوته شوی خو د ۳۰۳ ډوله موټر ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی هغه دوه لاملونه دي، چې ورته پېښې یې له امله رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:غزني