هلمند والي:

د وسله والو مخالفینو پر وړاندې به پراخ پوځي عملیات پیل شي

23 دلو 1396 ساعت 14:53

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، په دې ولایت کې به د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو پراخ پوځي عملیات ډېر ژر پیل شي.


د هلمند والي حیات الله حیات وايي، په دې ولایت کې به د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو پراخ پوځي عملیات ډېر ژر پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حیات دغه څرګندونې نن دوشنبې د سلواغې ۲۳ مه لښکرګاه ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او زیاته یې که چې تر راتلونکې یوې میاشت پورې دغه عملیات پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نصرت په نوم د افغان ځواکونو دغه پراخ عملیات په ټول هلمند کې تر سره او د دې ولایت ډېری سیمې به له وسله والو مخالفینو پاکې کړای شي.

دی زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونه به په تول توان سره هڅه وکړي، چې سیمې له وسله والو مخالفینو پاکې او د بیارغونې کارونو ته زمینه برابره کړي.

د هلمند والي دا هم و ویل، چې د میوند په نوم د افغان ځواکونو عملیات هم بریالي و، او د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې د دې عملیاتو پر مهال وسله والو مخالفینو ته درنده مرګ ژوبله واوښته او سیمې له شتون څخه پاکې شوې.

حیات الله حیات وایي، د میوند په عملیاتو کې د وسله مخالفینو پټڼځایونه او د نشه يي توکو کارخونې هم په نښه او له منځه وړل شوې، چې له امله یې وسله والو ته دروند مالي زیان هم اوښتی دی.

جمهورخبري آژانس:هلمند


 


د مطلب کود: 101321

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101321/

جمهور
  https://www.jomhornews.com