هند:

پاکستان به پر هندي پوځيانو د وروستي برید بیه پرې کړي

24 دلو 1396 ساعت 8:41

د هندوستان دفاع وزارت وايي، پاکستان به د هغه برید او هندي پوځیانو د مرګ ژوبلې بیه پرې کړي، چې په جمو ښار کې یې پر هندي پوسته کړی دی.


د هندوستان دفاع وزارت وايي، پاکستان به د هغه برید او هندي پوځیانو د مرګ ژوبلې بیه پرې کړي، چې په جمو ښار کې یې پر هندي پوسته کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ وسله والو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په جمو ښار کې د هندي پوځیانو پر یوه پوسته برید وکړ.

سرچینې وايي، په دغه برید کې پنځه هندي سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي او دغه راز درې ترهګر هم وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

تر دغه پېښې وروسته د هند ددفاع وزیر نیرمالا سیتهارامن جمو ښار ته تللی او هلته یې خبریاانو ته ویلي، چې پاکستان به ددغه برید بیه پرېکړي.

نوموړي ویلي«چې کله موقع راغله له پاکستانه به د دې کار غچ اخلو.»

د هند دفاع وزیر وايي پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په سیمه کې یې ناارامي جوړه کړې دي.

هغه دا خبردارۍ هم ورکړ، چې له دې وروسته هر څوک چې له پاکستاني لوري پر هندي پوځيانو برید کوي دوی یې تعقیبوي او د پاکستان خاورې ته پسې داخلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 101340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com