۰

د بریتانیا سفیر پر پاکستان د امریکا د ملي فشارونو پر دوام ټینګار کړی

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۶
د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ګارت بیلي پر پاکستان د امریکا د مالي فشارونو پر دوام ټینګار کړی دی.
د بریتانیا سفیر پر پاکستان د امریکا د ملي فشارونو پر دوام ټینګار کړی
د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ګارت بیلي پر پاکستان د امریکا د مالي فشارونو پر دوام ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بیلي ویلي پر پاکستان فشارونه د جزا په مانا نه بلکې، په دې موخه دي چې پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

دغه راز هغه په افغانستان کې د سولې په اړه زیاته کړې، چې په افغانستان کې سراسري سولې ته د رسېدو لاره د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان او پاکستان باید د مذاکراتو له لارې یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

بیلي ویلي بریتانیا له افغانستان سره مرستو ته ژمنه ده او د دې هېواد دریځ هم ټولو ته ښکاره دی.

د برېتانیا ځانګړي استازي د ډېورنډ کرښې په اړه ویلي، چې د دغه کرښې په اړه له افغانستان او پاکستان پرته څوک تصمیم نشي نیولی او نه هم څوک دا واک لري چې په دې حساسه مساُله کې لاسوهنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي