۰
د کورنیو چارو وزارت:

۹۴ لوړپوړي چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۵
کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست د اختلاس، بډو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د څلورو جنرالانو په ګډون د ۱۴۶ افسرانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارلې دي.
۹۴ لوړپوړي چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي
کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست د اختلاس، بډو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د څلورو جنرالانو په ګډون د ۱۴۶ افسرانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د تفتیش رئیس ضیا کوهستاني وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د کورنیو چارو وزارت اړوند ۵۴۰ جرمي پیښې څیړلې دي.

نوموړي زیاته کړې،  ۱۲۵ دوسیې چې په کې څلور جنرالان،۹۰ لوړپوړي افسران، ۵۲ ساتنمنان او شپږ لوړپوړي ملکي مامورین شامل دي څېړلې دي.

دی زیاتوي، چې په دې موده کې یې د حکومت د شپږو لوړپوړو ملکي مامورينو دوسیې هم څارنوالۍ ته سپارلي او همداشان د پولیسو ۱۳۰ افسرانو ته، چې له عسکري قوانینو څخه یې سرغړونه کړې وه، سزا ورکړل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش د عمومي رئیس په وینا په دغه وزارت کې د اداري فساد اړوند په یو شمیر نورو لویو دوسیو هم څیړنې روانې دي او دغه وزارت د فساد پر وړاندې مبارزې ته کلک هوډ لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي