۰

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی دی

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۳
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یوه سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی دی
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یوه سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باجوه نن سه شنبې د سلواغې ۲۴ مه کابل ته راغلی او د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، باجوه د افغانستان، ناټو او منځنۍ آسیا هیوادونو د لوی درستیزانو په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته سفر کړی دی.

باجوه پر داسې مهال کابل ته راځي چې ویل کېږي، افغانستان به د سیمې د هېوادونو په کچه د پوځي مشرانو د یوې ناستې کوربه وي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، دغه غونډه چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې، د امریکا د پوځي قوماندانۍ د مرکز له خوا رابلل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د لوی‌ درستیزانو په دغې غونډه کې به د مخدره موادو او تروریزم پر ضد د مبارزې پر اغیزمنو لارو چارو خبرې وشي.

د دفاع وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان لوی درستیز، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماند جنرال نکلسن، د پاکستان د پوځ مشر او د منځنۍ آسیا هیوادونو لوی درستیزان ګډون لري.

دی وايي، اکثره لوی درستیزان پرون راغلي و خو د پاکستان د پوځ مشر نن سهار راغلی دی.

د پاکستان د پوځ مشر پر داسې مهال کابل ته راځي چې تر هغه وړاندې د قزاقستان او ازبکستان د پوځ مشران هم کابل ته راغلي او ولسمشر غني له هغوی سره د لیدنې پر مهال له دغه دواړو هېوادو سره د په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي