پخوانی طالب چارواکی معتصم آغاجان وايي، چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغاجان اسوشټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې د ستونزې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې اترې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړو او بمونو او دغه راز د سرتېرو د ډېرولو له لارې طالبان نه شي ماتولی.
دغه پخواني طالب چارواکي ټینګار کړی، چې که پر وسله والو طالبانو نظامي فشار ډېرېږي، نو دوی به د ځانمرګو بریدونو او نورو جګړو له لارې خپل غچ اخلي.
د هغه په وینا د افغانستان د ستونزې د حل له پاره غوره لار د سولې خبرې اترې دي او دی چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل