۰

د کرکټ د نړۍ دوه سر سخت سيالان يو ځل بيا سره مخ کېږي

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۸
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرکټ د نړۍ دوه سر سخت سيالان افغانستان او بنګله دېش ډېر وخت وروسته يو ځل بيا سره مخ کېږي.
د کرکټ د نړۍ دوه سر سخت سيالان يو ځل بيا سره مخ کېږي
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کرکټ د نړۍ دوه سر سخت سيالان افغانستان او بنګله دېش ډېر وخت وروسته يو ځل بيا سره مخ کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د دغه دوه ملي لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه او دوه هم شل اوره لوبې تر سره شي.

د کرکټ بورډ د فسبوک پاڼې د معلوماتو پر بنسټ دغه لوبې د ۲۰۲۸ کال په را روان جون میاشت کې تر سره شي.

که څه هم د لوبو کره نېټه نه ده په ګوته شوې، خو کرکټ بورډ ویلي که له خپل پلان سره سم مخ ته لاړ شي ښايي دغه لوبې د جون په اوله نېټه پیل شي.

د کرکټ بورډ فسبوک پانه کې ویل شوي، افغان کرکټ بورډ غوښتل يادې سيالۍ په عربي آماراتو کې تر سره کړي خو د لوبغالي په موندلو کې بريالي نشول.

خو په وینا یې لکه څرنګه چې افغانستان د آماراتو تر څنګ په هند کې هم خپل کورنى لوبغالى لري نو دا سيالۍ به په هند کې تر سره شي.

باید و ویل شي، چې افغان ملي لوبډله دا مهال په اماراتو کې له زمبابوې لوبډلې سره په لوبو بوخت ده، چې دوه شل اوریزه یې ترې ګټلې او پنځوس اوریزه یې دوام لري.

په پنځوس اوریزه لوبو کې هم لومړۍ لوبه افغانستان او دوهم زمبابوې ګټلې او ټاکل شوې نن د دواړو ټیمونو تر منځ درېیمه لوبه هم تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي