۰

د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي حمید حسن په کور د لاس بم برید شوی

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۲
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي حمید حسن په کور د لاسي بم برید شوی، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي حمید حسن په کور د لاس بم برید شوی
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي حمید حسن په کور د لاسي بم برید شوی، خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په روښان مېنه سیمه کې رامنځ ته شوې، چېرته چې د حمید حسن کور هم دی.

خپله حمید حسن د فیسبوک لایف له لارې وايي، د سې شنبې په شپه یې کور ته لاس بم غورځول شوی دی، چې چا ته په کې زیان نه دی اوښتی خو دوه موټر یې ویجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې حمید حسن دا هم ویلي، چې نږدې له دوو اونیو راهیسې یې پلار ته په ټلېفون اخطارونه ور کول کېدل چې باید پیسې ور کړي.

هغه و ویل« پلار مې امنیه قومندانۍ او د امنیت ریاست ته شکایت کړی و. سره له دې چې له امنیتي ځواکونو سره مو هرڅه شریک کړل، خو امنیت ته مو پام ونه شو.»

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، چې دوی پېښه څېړي، خو زیاتوي چې د حمید حسن پر کور برید جدي نه دی.

هغه وايي، ښايي دوی له چا سره شخصي ستونزه ولري، خو حمید حسن دغه خبره ردوي او وايي،  دوی له چا سره شخصي مسله نه لري او نه هم په سیاست کې ښکېل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم د کرکټ په یوه سیمه ییز لوبغالي کې چاودنې درې لوبغاړي وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي