استاد سیاف له سعودي چارواکو سره د سختدریځۍ پر عواملو خبرې کړې

24 دلو 1396 ساعت 13:47

د دعوت ګوند مشر عبدرب الرسول سياف د سعودي پاچا له سترو سلاکارنو سره په اسلامي نړۍ کې د روانې سختدريځۍ پر عواملو او موخو خبرې کړې دي.


د دعوت ګوند مشر عبدرب الرسول سياف د سعودي پاچا له سترو سلاکارنو سره په اسلامي نړۍ کې د روانې سختدريځۍ پر عواملو او موخو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له استاد سياف سره د تللي پلاوي غړي جمال الدين بدر وايي، سياف د سعودي د پاچا له درېيو سترو سلاکارانو او يو شمېر علماوو سره تر اوسه ليدلي دي.

بد له پژواک خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې په دې ليدنو کې د سيمې او اسلامي نړۍ پر بېلابېلو موضوعاتو، ستونزو او ننګونو باندې خبرې اترې وشوې.

د هغه په وینا د دې ليدنو کتنو عمده موضوع او موخه په اسلامي نړۍ کې د ورانکارۍ کارونه، ځانمرګي بريدونه، د دې عوامل او پر اسلامي نړۍ يې ناوړه اغېزې وې.

بدر زیاته کړې، چې په دې ليدنو کتنو کې دواړو لورو په اسلامي نړۍ کې د افراطيت پر مخنيوي او له سخت دريځو او ترهګرو ډلو سره د ځوانانو پر جلب او جذب تفصيلي خبرې وکړې او پر دې يې اندېښنه وښوده.

دی وايي، د سعودي عربستان علماوو او چارواکو د سخت دريځۍ او ترهګرۍ پر ضد د استاد سياف له مبارزې او هڅو ستاينه وکړه او هغه يې د اسلامي نړۍ اغېزمن شخصيت ياد کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې سعودي علماوو او چارواکو په ډاګه کړه چې افغانستان او ځينو نورو اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د بدر په خبره عبدرب الرسول سياف په دې ليدنو کې دا چې سعودي په اسلامي نړۍ کې مهم ځاى لري او حرمين الشريفين هم په دغه هېواد کې دي، د افغانستان په سولې او روانې تحميلي جګړې په پاى ته رسولو کې يې د سعودي رول مهم وباله.

د جمال الدین بدر په خبره چې استاد سياف له سعودي مسوولينو سره په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو هم خبرې کړې دي.

هغه و ویل، چې د سعودي حکومت څه موده مخکې استاد سياف ته د هغه د ښو علمي او ديني خدمتونو په پار د ملک فيصل ستره جايزه ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101371

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com