د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له وسله والو طالبانو سره اړیکه نیولې او د سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تېره ورځ اسوشیټیډ پریس خبري آژانس په خپل یوه راپور کې ویلي و، سره له دې چې افغان حکومت او امریکا له طالبانو سره د سولې د خبرو دروازې تړلې، خو د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له طالب استازو سره په دوه جلا جلا کتنو کې د سولې په تړاو مخامخ خبرې کړې دي.
خو د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه دغه راپور په کلکه رد کړ او ویې ویل، چې افغان چارواکو له وسله والو طالبانو سره خبرې نه دي کړې.
نوموړي و ویل، چې د افغانستان د دولت له وسلهوالو مخالفینو سره، د سولې هر ډول مذاکرات د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا پر مخ وړل کېږي.
د هغه په وینا افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره په هره برخه کې هڅې کوي او د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر، د سولې د مذاکراتو په پروسه کې، د سولې د عالي شورا له هڅو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار له ټولو رسنیو وغوښتل، چې ټول خبرونه له دقت او پوره کرهوالي وروسته خپاره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل