۰

امریکا غواړي پاکستان د ترهګرو د ملاتړ هېوادونو په لېست کې شامل کړي

چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۵
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، امریکا هڅه کوي، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړي او پاکستان په قاچاقي ډول د پیسو د لېږد مخه ونیسي.
امریکا غواړي پاکستان د ترهګرو د ملاتړ هېوادونو په لېست کې شامل کړي
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، امریکا هڅه کوي، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړي او پاکستان په قاچاقي ډول د پیسو د لېږد مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د مالیې وزارت سرپرست مفتاح اسماعیل له رویټرزخبري آژانس سره کړې او ویلي یې دي، چې امریکا پاکستان ته په قاچاقي ډول د پیسو د لېږد څارنه هم کوي.

د هغه په وینا امریکا او برتانیې دغه پلان یو څو اونۍ مخکې تیار کړیدی او اوس یې د فرانسې او جرمني نه هم غوښتي چې پدې لړ کې ورسره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې«موږ د برتانیې،
نوموړي زیاته کړې«موږ د برتانیې، امریکا او جرمني سره کار کوو چې د دغو ملکونو د لسټ نه زموږ نوم لرې کړي، خو که چېرته امریکا موږ بیا هم په دغه لسټ کې شاملول غواړي او نور هېوداونه یې و نه غواړي نو د دې کار مخه به ونیول شي.»
امریکا او جرمني سره کار کوو چې د دغو ملکونو د لسټ نه زموږ نوم لرې کړي، خو که چېرته امریکا موږ بیا هم په دغه لسټ کې شاملول غواړي او نور هېوداونه یې و نه غواړي نو د دې کار مخه به ونیول شي.»

د پاکستان یو لوړپوړی چارواکی وایي چې د مالي منابعو د څارنې اداره پلان لري چې پاکستان د ترهگرو د ملاتړو ملکونو په لسټ کې واچوي او پاکستان ته په قاچاقي ډول د پیسو د انتقال څارنه هم وکړي.

امریکا په وروسیتو کې پریکړه کړیده چې په پاکستان فشار زیات کړي تر څو دغه هېواد د ترهګرو ډلو پر ضد په خپله خاوره کې عملي او جدي اقدامات وکړي.

امریکا د همدې فشارونو په لړ کې پر اسلام اباد شاوخوا دوه ملیارده ډالره امنیتي مرستې هم ځنډولې او په وار وار یې دغه هېواد ته ګواښ کړی، چې که د ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي، امریکا به یې پر وړاندې نور ګامونه هم واخلي.

امریکا پاکستان تورنوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې دوه ګونۍ سیاست پر مخ وړي او یوازې هغه ترهګر ځپي چې پاکستان ته ګواښ دی، خو هغه ترهګر چې افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي کار پرې نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي