۰
د پاکستان د ولسي جرګې رییس:

پاکستان له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي

چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۷
د پاکستان د ولسي جرګې رییس سردار ایاز صدیقي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.
پاکستان له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي
د پاکستان د ولسي جرګې رییس سردار ایاز صدیقي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي دغه څرګندونې د پاکستان لپاره د آلمان له سفیر او د یاد هېواد د امنیتي پالیسۍ د فدرالي اکاډمۍ له لوړپوړو چارواکو سره د کتنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او سوله ییز افغانستان زموږ او ټولې سیمې په ګټه دی.

دی وايي، پاکستان غواړي د متحده ایالاتو او همداراز له ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیز درناوي او مساوات پر بنسټ ښې اړیکې ولري.

د پاکستان د ولسي جرګې رییس ټینګار کړی، چې هېواد یې د سیمې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې دوامداره هڅو کې مرستو ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي