هلمند کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی

25 دلو 1396 ساعت 14:49

د هلمند ولایت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی نیولی دی.


د هلمند ولایت چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت له مطبوعاتي دفتره نن سه شنبې د سلواغې ۲۵ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځانمرګی برید ګر تېره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په زرکله سیمه کې یو تن چې موټر سایکل یې له چاوېدونکو توکو ډک و پېژندلی او نیولی دی.

خبرپاڼه وايي، نیول شوي کس اعتراف کړی، چې غوښتل یې لښکرګاه ښار ته ولاړ شي او ځانمرګی برید تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوونۍ وړاندې هم یو تن چې غوښتل یې ځانمرګی برید تر سره کړي خو تر برید وړاندې یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 101418

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101418/

جمهور
  https://www.jomhornews.com