د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د څلورمې لوبې په ګټلو سره له زمبابوې ملي لوبډلې څخه د یو ورځینو یا پنځوس اوریزه لوبو لړۍ وګټله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د یو ورځینو لوبو څلورمه لوبه تېره ورځ جمعه د سلواغې ۲۷ مه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې تر سره شوه.
د لوبې پچه یا ټاس بیا هم زمبابوې لوبډلمشر وګټلو او خپله یې لومړی د توپ وهنې پرکړه وکړه، خو افغان ورو توپ اچوونکو د زمبابوې لوغاړي ښې لوبې او د منډو جوړولو ته پرېنښودل.
د زمبابوې ټول توپ وهونکي په ۳۸ اور کې وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.
د توپ اچوونې په برخه کې مجیب ځدراڼ تر ټولو ښه وځلېده هغه په ۱۰ اورونو کې ۵۰ منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
دغه راز راشد خان او محمد نبي دوه دوه خو شرف الدین اشرف بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.
د توپ وهنې په برخه کې د افغانستان پیل د نورو وروځو په پرتله خورا ښه و، ځکه شهزاد محمد او احسان الله جنت چې د لوبې پیل یا اوپننګ ته را کوز شوي و، د هدف په پوره کولو سره ناسوځېدلي له میدانه و وتل.
شهزاد محمد ۵۷ ناسوځېدلې او احسان الله جنت ۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او دغه لوبه یې د ۱۰ ویکتو او ۱۸۰ توپونو په درلودلو سره وګټله.
دا څلورمه یو ورځنۍ لوبه وه، چې درې یې افغانستان او یوه زمبابوې لوبډلې ګتلې.
د دغه لوبو په ګټلو سره افغانستان د یادو لوبو لړۍ یا سیریز درې یو وګټلو خو د دواړو لوبډلو پنځمه لوبه چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ به په شارجه لوبغالي کې تر سره شي، پاتې ده.
باید و ویل شي، چې افغانستان تر دې وړاندې له زمبابوې لوبډلې د شل اوریزه سیالیو لړۍ هم دوه صفر ګټلې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل