۰
دفاع وزارت:

ښایي راتلونکې اوونۍ پاکستان د ترهګرو هېوادونو په لیست کې شامل شي

شنبی ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۹
د افغانستان د ملي دفاع وزرات وایي، ښایي راتلوتکې اوونۍ د پاریس ناسته کې، پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لیست کې شامل شي.
ښایي راتلونکې اوونۍ پاکستان د ترهګرو هېوادونو په لیست کې شامل شي
د افغانستان د ملي دفاع وزرات وایي، ښایي راتلوتکې اوونۍ د پاریس ناسته کې، پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لیست کې شامل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي، په دې سره به یاد هېواد له یوې نړیوالې انزوا سره مخامخ شي.

په ورته وخت کې امریکا هم تایید کړې چې، په راتلونکې ناسته کې به د هغو هېوادونو پر وړاندې اقدامات وشي کوم چې، د ترهګرو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي.

بلخوا د امریکا دفاع وزارت وایي دا سمه ده چې نړیواله ټولنه به په دې لیست کې د پاکستان د شاملیدو په اړه اندېښنې لري، خو تر اوسه دا مالومه نه ده چې د پاکستان نوم په دې لیست کې شته او کنه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د مالیې وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و، چې امریکا غواړي پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل او هغه پیسې وڅاري، چې پاکستان ته په قاچاقي ډول انتقالېږي.

باید و ویل شي، چې امریکا د ترهګرو د ملاتړ له امله پر پاکستان فشارونه زیات کړي او په جدي توګه یې ترې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې ګامونه پورته کړي.

امریکايي چارواکو په وار وار له پاکستانه دا غوښتنه کړې، خو داسې معلومېږي، چې پاکستان تر اوسه په دې برخه کې ریښتینې مرسته نه ده کړې، ځکه سپينې ماڼۍ تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان تر اوسه نه دی توانېدلی، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، بلکې لا هم ورسره پراخې اړیکې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي