۰

اسټرالیا په نظامي او لوړو زده کړو په برخه کې افغانستان سره مرسته کوي

شنبی ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۳
د استرالیا دفاع وزیره وايي، هېواد یې چمتوی دی، چې د لوړو زده کړو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
اسټرالیا په نظامي او لوړو زده کړو په برخه کې افغانستان سره مرسته کوي
د استرالیا دفاع وزیره وايي، هېواد یې چمتوی دی، چې د لوړو زده کړو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د استرالیا دفاع وزېره ماريس پاین چې کابل ته راغلې تېره ورځ جمعه د سلواغې ۲۷ مه ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.

له ارګ نه خپره شوې خبرپانه وايي، ولسمشر اشرف غني پرون مازدیګر د استرالیا د دفاع وزیرې ماریس پاین سره په ارګ کې وکتل او په دې کتنه د افغانستان او استرالیا ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د تروریزم پر ضد د مبارزې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، چې د اسټرالیا ددفاع وزیرې مېرمن ماريس پاین په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په خاطر د استرالیا حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې خواخوږۍ مراتب ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې د نوموړي قوله ویل شوي، چې استرالیا چمتو ده د لوړو زده کړو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د استرالیا د دفاع وزیرې ویلي، چې د سولې، تروریزم سره د مبارزې او سیمه ییزې همکارۍ د پراخوالي په برخو کې د افغانستان حکومت د دریځ او ستراتيژۍ ملاتړ کوي او د افغانستان حکومت او خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي