د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ سره د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي، چې امریکا د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف د روسیې ديپلوماتیک توکې ګرځولي دي او دا د نړیوالو قوانینو او همدا راز د امریکا د قوانینو نقض دی.
دی وايي، د ټرمپ د یو نیم کلنې واکمنۍ پر مهال نه یوازې دا چې د امریکا او روسیې اړیکې ښې نه شوې بلکې ورځ تر بلې خرابېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دوی پر یوه شکایت کار کوي چې له مخې یې باید امریکا د ځينو غیر قانوني کړنو په اړه حساب ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل