امریکا او ترکیه خپل منځي اړیکې رغوي

29 دلو 1396 ساعت 8:53

ترکیې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې خپل منځي ستونزې به له منځه وړي.


ترکیې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې خپل منځي ستونزې به له منځه وړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن، اروپا ته په خپل شپږ ورځنی سفر په ترڅ کې ترکیې ته هم تللی دی.

نوموړي له ترکیي چارواکو سره هوکړه کړې، چې د سوریې د جګړې او نورو موضوعاتو پر سر رامنځ ته شوي کړکیچونه راکم کړي.

امریکا او ترکیې ژمنه وکړه چې د سوریې په جګړه کې د جدي پوځي مخامخ کېدو مخنیوی وکړي او د یو بل ترڅنګ ودریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره د لیدو او خبرو اترو تر څنګ له خپل ترکي سیال سره ساعتونه د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې.

تر دغه خبرو وروسته دواړو خبریالانو ته وویل، چې د کړکیچ او ستونزو د رامنځ ته کېدو مخه یې ونیوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له دې وروسته امریکا نه غواړي په یوازې ځان کار وکړي، بلکې د ترکیې همکاریو ته ارزښت ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، له دې وروسته پر هغو مسایلو تمرکز کېږي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې ستونزې جوړې کړې دي او دغه ستونزې به له منځه وړل کېږي.

باید و ویل شي، چې د امریکا او ترکیې تر منځ اړیکې د ترکیې له خوا په سوریه کې د ترکي ځواکونو له عملیاتو وروسته لا نورې ترینګلې شوې.

ترکیې په وار وار امریکا په سوریه کې د ترکیې د مخالفینو یا پي کې کې پر مرسته تورنه کړه خو امریکا دغه ادعاوې رد کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101514

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101514/

جمهور
  https://www.jomhornews.com