د پاکستان د پوځ مشر:

پر ډېورنډ کرښه کنټرول زیاتو تر څو د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیول شي

29 دلو 1396 ساعت 10:16

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي، د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه غواړي پر ډېورنډ کرښه خپل څار او کنټرول زیات کړي.


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وايي، د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه غواړي پر ډېورنډ کرښه خپل څار او کنټرول زیات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه دغه څرګندونې تېره ورځ شنبې د سلواغې ۲۸ مه د مونیخ په کنفرانس کې د وینا پر مهال کړې دي.

هغه یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی، ځکه د ده په وینا د افغانستان له ثبات پرته پاکستان کې ثبات نه شي راتلای.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان او پاکستان دواړه خپلواک هېوادونه دي او حق لري چې د خپل پرمختګ او سولې لپاره کار وکړي.

د پاکستان د پوځ مشر ډاد څرګند کړیو چې هېواد یې د کمو امکاناتو په لرلو سره بیا هم د افغانستان په سوله او ثبات کې هڅه کوي.

جنرال باجوه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ به اړیکې هله نورې هم ښې، شي چې له خاورو یې ترهګر د یو بل پر ضد کار وا نه خلي.

باجوه دا هم ویلي، چې هېواد یې د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او غواړي د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه پر ډېورنډ کرښه څار او کنټرول زیات کړي.

د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا ادعا کړې، چې حقاني شبکه او نور ترهګر پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو د پټنځایونو په توګه کار اخلي او باید هغوی خپل هېواد ته ستانه شي.

باجوه دغه څرګندونې او ادعاوې پر داسې مهال کوي، چې امریکايي لوړپوړو چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه نه کوي.

امریکايي چارواکو زیاته کړې، چې پاکستان په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدامات نه دي کړي.

سپینې ماڼې یو ځل بیا له ترهګرو د ملاتړ له امله د پاکستان پر سیاست سخته نیوکه وکړه او وايي د پاکستان امنیتي او دفاعي بنسټونه لا هم د ترهګرو ډلو سره پراخې اړیکې لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا سپينې ماڼۍ ویلي له ګڼو فشارونو سره سره پاکستان لا هم نه دی توانېدلی، چې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

سپينې ماڼې تېره ورځ د سلواغې ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې پاکستان ډېر ښه په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د مشرانو د اوسېدو له ځایونو خبر لري.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي«واشنګټن له پاکستانه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو پر ضد ځانګړي ګامونه واخلي، خو د دغه هېواد څارګره اداره آی ایس آی او پوځ لا هم نه دی توانېدلی، چې له ترهګرو ډلو سره اړیکو ته د پای ټکی کېږي، موږ پوهېږو، چې اسلام آباد په ډېره ښه توګه په خپله خاوره کې د ترهګرو د مشرانو د استوګنې له ځایونو خبر دی او دغه ډلو په مکلمه توګه خبر لري.»

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې امریکا تازه د طالبانو او حقاني شبکې د ۱۲ لوړ پوړو غړو نوملړ پاکستان ته سپارلی او له هغوی یې غوښتي، چې دغه کسان ونیسي.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، که پاکستان رښتیا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې صادق وي، نو باید دغه کسان ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com