۰

د زابل د شاجوی ولسوالۍ یو شمېر خلکو سیمه ییز پاځون کړی

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۶
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دولتي حاکمیت د ملاتړ او د وسله والو طالبانو د نفوذ د مخنیوي له پاره سیمه ییز پاڅون شوی دی.
د زابل د شاجوی ولسوالۍ یو شمېر خلکو سیمه ییز پاځون کړی
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دولتي حاکمیت د ملاتړ او د وسله والو طالبانو د نفوذ د مخنیوي له پاره سیمه ییز پاڅون شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل لوړ پوړو امنیتي چارواکو تېره ورځ د سلواغې ۲۸ مه په مرکز کلات کې د پاڅون کوونکو سره وکتل.

دغه پاڅون کوونکي شاوخوا ۶۰ تنه ځوانان دي او وايي، د دولتي حاکمیت د پراخېدو او د طالبانو د مخینوي له پاره یې دغه پاڅون کړی دی.

دوی د زابل له امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزي او د ملي اردو د دوهمې لېواد له قوماندان جنرال صدیق الله صابري سره یوه غونډه هم درلوده.

دواړو امنیتي مسؤولینو په غونده کې له پاڅون کوونکو ځوانانو وغوښتلو چې د پولیسو په لیکو کې شامل شي، تر څو د پولیسو لیکې پیاوړې او امنیت ټینګ شي.

د ملي اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال صدیق الله صابري و ویل، دا دې ویاړ ځای دي، چې د زابل د شاجوی ولسوالۍ ۶۰ تنه ځوانان د وطن د دفاع له پاره وسله پورته کوي.

په دغه غونده کې د زابل د ولایتي شورا غړي او قومي مشرانو هم ګډون کړی و، او له حکومت نه یې وغوښتل، چې د پاڅونکوونکو هر ډول مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي