۰

چارواکي په کندهار کې د ۳۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د کندهار سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ۳۶ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
چارواکي په کندهار کې د ۳۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي
د کندهار سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ۳۶ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال وايي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوښتې.

نوموړي زیاته کړه، چې تېره ورځ شنبې د سلواغې ۲۷ مه د میوند ولسوالۍ په کلاښامیر، شلغمي او نورو سیمو کي د افغان ځانګړو ځواکونو د «صفر۳» په نوم ځانګړي قطعې عملیات تر سره کړل.

دی وايي، په دې عملیاتو کې ۳۶ وسله وال مخالفین وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، چې د ۱۶ وسله والو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د مرستیال ویاند په خبره په دې پڼځه ساعته عملیاتو کې د وسله والو یو شمېر موټرونه موټر سایکلونه او نور وسایل تخریب او له منځه وړل شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار چارواکي په دغه ولایت کې پر داسې مهال د وسله والو د درندې مرګ ژوبلې خبر ورکوي، چې د ملي دفاع وزارت په وینا د کندهار په ګاونډ هلمند ولایت کې هم د هوايي بریدونو پر مهال لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د نشه يي توکو ۲۰ کارخانې له منځه وړل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي