د کندهار ولایت اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش پر ژر نه پیل نیوکه وکړه او له مرکزي حکومت څخه یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې برخوالو په خپلو څرګندونو کې و ویل، چې په هېڅ ډول د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش ځنډ او مخالفت ورته د منلو نه دی.
دغه غونډه د افغانستان د ملي تحریک د کندهار څانګې له خوا تېره ورځ مازدیګر کندهار ښار کې جوړه شوې وه چې قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو، مدني او ټولنیزو فعالانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
د غونډې ویناوالو په یوه خوله له حکومته وغوښتل چې د برېښنايي تذکرو وېش دې ژر پيل کړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي سید احمد سېلاب و ویل، چې د برېښنايي تذکرو وېش يوه ملي پروسه ده او ټول قانوني پړاوونه يې بشپړ شوي او په دې برخه کې هېڅ قانوني خنډ او ستونزه وجود نه لري.
د هغه په وینا برېښنايي تذکرې د امنيت، سياسي ثبات، متوازنې پرمختیا او ټولنيز عدالت په راوستلو کې رغنده رول لري چې ځنډ یې په هېڅ توګه د زغم وړ نه دی.
نوموړي له ولسمشره وغوښتل چې په دې برخه کې د هېچا فشارونو ته غاړه کېنږدي او د برېښنايي تذکرو وېش دې ژر تر ژره پیل کړي.
باید و ویل شي، چې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش په اړه د ولسمشر غني تر فرمان وروسته د یو شمېر سیاسي څېرو او ګوندونو له خوا مخالفت پیل شو.
په دغه ملي پروسه کې د اختلاف ټکی د افغان کلیمې لیکل دي، چې پر سر یې لا هم ناندرۍ روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار