۰

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته ولاړ

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۶
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود په ځانګړې بلنه سعودي عربستان ته تللی دی.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته ولاړ
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود په ځانګړې بلنه سعودي عربستان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند قادر شاه وایي، ښاغلی اتمر به د دې سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان له لوړ پوړو چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنکړل، خو کېدای شي، ښاغلي اتمر له سعودي چارواکو سره د افغانستان د سولې او ترهګرۍ سره پر مبارزې په ځانګړې توګه خبرې اترې وکړي.

باید و ویل شي افغان حکومت په دې اند دی، چې سعودي عربستان په افغان سوله او نورو مسایلو کې مهم رول لوبولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي