افغان ځواکونو د طالبانو له یوه زندانه ۳۰ کسان خوشي کړي دي

30 دلو 1396 ساعت 9:29

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په لغمان ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۳۰ کسان راخوشي کړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په لغمان ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۳۰ کسان راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان چارواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونو د تېرې جمعې له ورځې د یاد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي وو.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، دغه عملیات چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله، پرون، یک شنبې د سلواغې ۲۰ مه د لغمان په سنګر درې سیمه کې هم تر سره شول.

د نوموړي په وینا افغان کمانډو ځواکونو په یاده سیمه کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو زندان مات او ۳۰ زندانیان یې ترې راخوشي کړل.

د هغه په وینا چې په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي او یو شمطر نور نیول شوي دي.

د لغمان د والي ویاند زیاتوي، چې په الینګار کې د سېلاب یو په نوم د افغان پوځ عملیات لا هم دوام لري او ښه پر مخ روان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 


د مطلب کود: 101554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com