۰

روسیه او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه سره غږېږي

دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۶
پاکستاني رسنۍ وايي، ټاکل شوې لوړ پوړي روسي او پاکستاني چارواکي د افغانستان د سولې په تړاو مسکو کې خبرې اترې وکړي.
روسیه او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه سره غږېږي
پاکستاني رسنۍ وايي، ټاکل شوې لوړ پوړي روسي او پاکستاني چارواکي د افغانستان د سولې په تړاو مسکو کې خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سبا سه شنبې مسکو ته ځي او هلته به له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري.

ویل کېږي خواجه آصف د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه مسکو ته ځي او هلته به د افغانستان د سولې په اړه له روسي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د راپورو پر بنسټ دواړه لوري به پر دې خبرې وکړي، چې څنګه په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره د مذاکراتو لارې چارې ولټوي او مخالفې ډلې له افغان حکومت سره خبرو ته تیارې کړي.

روسیه او پاکستان پر داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغان سولې په تړاو کابل کې یو لوی کنفرانس جوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي