۰

افغانستان د پنځوس اوریزه لوبو لړۍ هم له زمبابوې وګټله

سی شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۵۴
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې لوبډلې د وروستۍ لوبې په ګلټو سره د پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ هم په خپل نوم او جام یې خپل کړ.
افغانستان د پنځوس اوریزه لوبو لړۍ هم له زمبابوې وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې لوبډلې د وروستۍ لوبې په ګلټو سره د پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ هم په خپل نوم او جام یې خپل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځو یو وروځینو یا پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ د اماراتو په شارجه لوبغالي کې په لار اچول شوې وې.

د دغه لوبو وروستۍ لوبه تېره ورځ د سلواغې ۳۰ مه په همدې میدان کې تر سره شوه، چې لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۲ هدف زمبابوې ته ورکړ.

د توپ وهنې په برخه کې رحمت شاه زرمتی او جاوید ښه وځلېدل، رحمت شاه ۵۹ ، جاوید احمدي ۷۲ او راشد خان بیا ۴۳ منډې جوړې کړې، خو نور ټول لوبغاړي له شلو په کمو منډو وسوځېدل.

د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف زمبابوې پوره نه شوی کړای، د هغو توپ وهونکي به تر ډېره د افغان توپ اچوونکو تر اغېز لاندې راغلي و، او هغه مهال چې منډې یې ۹۵ وې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

په دې سره افغان لوبډلې دغه لوبه له زمبابوې څخه د ۱۴۴ منډو په لوی توپیر وګټله او د دې لوبو له ګټلو سره یې د پنخوس اوریزه سیالیو لړۍ هم په خپل نوم کړ، ځکه د دغه لړۍ څلور لوبې افغانستان او یوازې یوه لوبه یې زمبابوې ګټلې وه.

د لوبې غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف شو، خو د ټولې لړۍ غوره توپ اچوونکی راشد خان او غوره توپ وهونکی بیا رحمت شاه زرمتی شو، ځکه راشد ۱۶ ویکټې اخیستې وې او رحمت شاه ۲۷۲ منډې کړې وې.

باید و ویل شي، چې افغانستان تر دې وړاندې د شل اوریزه سیالیو لړۍ هم دوه پر صفر له زمبابوې ګټلې وه.

دا دوهم ځل دی، چې افغانستان له زمبابوې د پنځوس او شل اوریزه سیالیو لړۍ ګټې.

افغانستان تر دې وړاندې زمبابوې ته ځي، ځکه هلته د سږ کال د نړیوال جام سیالیو له پاره مقدماتي لوبې تر سره کېږي، چې په کې ۸ ټیمونه برخه لري.

له دغه اتو ټیمونو چې هرو دوه ټیمونو لومړی او دوهم مقام وګاټه هغه به د نړیوال جام په سیالیو کې د نړۍ له ۸ غوره لوبډلو سره لوبېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي