۰

د حامد کرزي له هوايي ډګر بهر ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی

سی شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۹
د نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي، د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه بهر ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی دی.
د حامد کرزي له هوايي ډګر بهر ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی
د نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي، د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه بهر ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې مرکز ویاند خالد موحد تېره ورځ دوشنبې (د سلواغې ۳۰ مه) کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې یوازې په تېره میاشت کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق ۱۶ قضیې ثبت شوې دي.

د هغه په وینا د قاچاق په دې قضیو کې یو شمېر ښځې هم شاملې دي، او د قضیو دغه شمېره ښيي چې له دې لارې بهر ته د مخدره موادو قاچاق د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

ښاغلي موحد د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې، د نیول شویو مخدره موادو په اړه وویل«شااوخوا ۸۶ کېلو ګرامه خاص هیروئین، ۴ کېلو ګرامه چرس او یو کېلو ګرام شیشه ده. هیروئین کیفیت لرونکي دي او قاچاق کوونکو غوښتل چې د نس له لارې یې هندوستان ته یوسي، سربېره پر دې د قضيې اړوند څلور شبکې چې ځیني کسان‌یې بهر ته د مخدره موادو قاچاق ته استخدامول، هم نیول شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې په وروستیو څو میاشتو کې یې په دغه نړیوال هوايي ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق څه باندې ۱۲۳ قضیې چې ۱۵۰ کسانو پورې اړه لري، بررسي کړې دي.

د هغه په وینا د روان کال د دلوې په میاشت کې یې د مرکز او ولایتونو په کچه، د مخدره موادو ۵۷ قضيې چې دوو ښځو او یوه ایراني تبعه پورې یې اړه درلوده، بررسي کړي او په تړاو يې ۵۹ کسان نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې پر دغو کسانو اړوندې ابتدائيه محکمې له دوو کلونو نیولې تر ۲۰ کلونو پورې د بند حکم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي