راپورونه وايي، وروسته له هغې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې، دغه هېواد په یوه تازه اقدام کې سږ کال د افغان کوچیانو د مالونو پر وړاندې څړ ځایونه بند کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان کوچیان هر کال خپلې رمې د څړ له پاره د افغانستان د ختیځو او مرکزي سیمو څخه د ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته بېولې.
خو رویټرز خبري آژانس د جرمني د یوې خیرله ډلې د یوې ارزونې پر بنسټ وايي، پاکستان سږ کال پر ۲۰۰ زره کوچیانو چې لار بنده کړې ده.
دغه ډلې په خپله ارزونه کې ویلي، چې د پاکستان له لوري د لارو بندښت له امله ۲۰۰ زره کوچي کورنۍ په خوست ولایت کې مېشت دي، چې له سختې لوږې سره مخ دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې دغه کوچیان یوازې د دوه اوونیو له پاره خوراکي توکي لري.
رویټرز خبري اژانس هم په خپل راپور کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې په نوم یوې خیریه ټولنې د مشرې له قوله ویلي چې په خوست ولایت کې د وروستیو شاوخوا دوه لکه ایسار شویو کوچیانو سره د مرستې لپاره یې له دوو لویو مرسته رسوونکو ادارو سره اړیکه نیولې، خو هغو دا مرسته رد کړه.
«کېنګا کوموروسکا» د دغو موسسو نومونه ونهښودل، خو وایي یوې موسسې د دغو کوچیانو په اړه د ناکافي معلوماتو له کبله او بلې یوې له دې کبله مرسته رد کړه چې وایي، هغه سیمه د دوی په کاري چوکاټ کې شامله نهده.
په افغانستان کې د کوچیانو د اړتیاوو دا وروستۍ ارزونه یوې برلین مېشتې خیریه ډلې
«Johanniter International Assistance» کړې چې وایي، نور کلونه هم پاکستان د تګ راتګ لاره بندوله، خو کوچیانو ته به یې اجازه ورکوله چې خپلې رمې څړ ځایونو ته بوځي.
جمهورخبري آژانس:کابل