چارواکي وايي، افغان حکومت هېواد ته د پانګې او پانګوالو د جلب له پاره بهرنیو پانګوالو ته د وېزې د ورکړې لارې چارې اسانه کړې دي.
دغه ویزې چې (On Arrival) نومېږي د نړۍ په اکثره هېوادونو کې یې آسانتیاوې شته دي او په شریطو برابر پانګوال یې تر لاسه کولای شي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، هغه بهرني پانګوال چې په په شرایطو برابر وي په اسانۍ سره کولای شي د افغانستان وېزې تر لاسه کړي.
د دوی
دغه ویزې چې (On Arrival) نومېږي د نړۍ په اکثره هېوادونو کې یې آسانتیاوې شته دي او په شریطو برابر پانګوال یې تر لاسه کولای شي.
په خبره پانګوالو ته له افغانستانه د باندې د وېزې اخستلو ته اړتیا نشته او دوی افغانستان ته په رارسېدو سره په هوايي ډګرو کې وېزې تر لاسه کولی شي او وېزې ورکول کېږي.
افغان حکومت د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره، بهرنيو پانګوالو ته په کابل کې د افغانستان د ويزې د ورکولو لړۍ نن په رسمي ډول پیل کړې.
تېره ورځ د (سلواغې ۳۰مه) د لومړي ځل لپاره د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې يو امريکايي پانګوال ته د ويزې په ورکولو سره، د دغو ویزو د ورکولو چارې پیل کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ، د افغان حکومت له دغه اقدام څخه هرکلی کړی او دا یې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې په راجذبولو کې مهم ګڼلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل