د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغانستان د سولې او امنیتي همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ د سعودی عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.
ښاغلي اتمر د دغه سفر په ترڅ کې له بېلابېلو سعودي چارواکو سره کتلي او پر دوه اړخیزه اړیکو او د افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي شاغلي اتمر د خپل سفر په ترڅ کې تېره ورځ د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر عبدالعزیز بن سعود سره ملاقات درلود.
نوموړي و ویل، چې په دې ملاقات کې د ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان د سولې، دوه اړخیزه امنیتي همکاریو او دغه راز د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخینوي په اړه خبرې شوې دي.
قادرشاه وايي، دغه راز په دې لیدنه کې په سعودي عربستان کې د افغان کارګرانو او سوداګرو له پاره د اسانتیاو په رامنځ ته کولو هم خبرې اترې شوې دي.
ویل کېږي، ښاغلی اتمر به د دې سفر په ترڅ کې له نورو لوړ پوړو سعودي چارواکو سره هم وګوري او په بېلا بېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل