۰

په دوه ورځو کې به افغانستان کې تر ټولو ستره پروژه پيل شي

چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۸
ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې به په افغانستان کې ستره(ټاپي پرژوه) پیل شي، چې ورسره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابر شي.
په دوه ورځو کې به افغانستان کې تر ټولو ستره پروژه پيل شي
ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې به په افغانستان کې ستره(ټاپي پرژوه) پیل شي، چې ورسره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابر شي.

د هرات ولایت چارواکي وایي، د ټاپي پروزې د کار د پرانسې مراسمو له پاره ټول بشپړ چمتوالی نیول شوی او ډېر ژر به دغه پروژه رسمآ پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار پیل راتلونکې جمعې په ورځ هرات ولایت کې پیل شي، چې لوړ پوړي چارواکي به هم په کې ګډون وکړي.

د دې لویې پروژې د پرانیستې لپاره له څو ورځو راهیسې په هرات ولایت کې چمتوالی روان دی او چارواکي یې د امنیت د ټینګښت خبر هم ورکوي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي وایې چې ددې پروژې د کار د پرانیستې لپاره د امنیت ترڅنګ په ټولو برخو کې پوره تدابیر نیول شوي دي. د هرات اوسیدونکي د ټاپي پروژې د کار له پرانیستې خوښ دي او تمه لري چې ډيرو خلکو ته به د کار زمینه پکې برابره شي.

بل خوا د هرات د ولايتي شورا رییس کامران علیزی وایې د ټاپي پروژې د کار پیل به د دې ولایت پر امنیتي وضعیت مثبت اغیز وکړي.

ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې ترڅنګ، نوري فایبر او تورغنډۍ د ریل پټلۍ هم پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي