۰

جوزجان کې د جنرال دوستم یو قوماندان وژل شوی دی

چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو قوماندان په جوزجان ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
جوزجان کې د جنرال دوستم یو قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو قوماندان په جوزجان ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د جوزجان ولایت د باشیکو په دښته کې رامنځ ته شوې ده.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ویلي، عبدالجلیل چې د جنرال دوستم قوماندان و، پرون مازیګر مهال د ګزمې له پاره یادې دښتې ته تللی و، چې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې له قوماندان عبدالجلیل سره د هغه موټر چلوونکی هم د طالبانو له خوا وژل شوی او موټر یې سوځول شوی دی.

جلیل قوماندان په «جلیل کور» مشهور و چې د جنرال دوستم قوماندان و او اوس وخت‌یې په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونونو په لیکو کې فعالیت کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي