سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار چهارشنبې د (کب دوهمه) د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، پېښه له یوه باروړونکي موټر سره د مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
د هغه په وینا دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مسافر وړونکي فلاینکوچ موټر د سړک د غاړې درول شوي بار وړونکي موټر سره ولګېده.
ولي زاده زیاتوي، چې په دغه پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.
ده و ویل، چې وژل شوي ټول د مسافروړونکي فلاینکوچ موټر سورلۍ وه، چې څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه په کې شامل دي.
جمهورخبري آژانس:هرات