د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په روان ۱۳۹۶ کال کې تر اوسه پورې د نشه يي توکو شاوخوا ۲۸۴۸ کسان د نشه يي توکو په تور نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار نن چهارشنبې د(کب دوهمه) کابل کې خبري کنفرانس کې و ویل، چې د نشه يي توکو د مخینوي په موخه ۲۵۰۰ عملیات ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۲۸۴۸ کسان نیول شوي، چې په نیول شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو قوماندانان هم شامل دی.
د هغه په وینا په دغو کسانو کې د مخدره موادو د قاچاق لویې مافیايي کړۍ، متوسط قاچاقبران او پرچون پلورنکي شامل دي، چې په دغو مافیايي کړیو او قاچاقبرانو کې یو شمېر یې د طالبانو قوماندانان هم دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په دې کسانو کې د پولیسو، اردو او ملي امنیت ریاست د یو شمیر منسوبینو په ګډون ۶۹ تنه دولتي کارکوونکي هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین زیاتوي، چې په دې موده کې ۵۶ ښځې او ۱۳ بهرني اتباع هم نیول شوي، چې اوه یې ایرانیان او شپږ یې پاکستانیان دي.
د هغه په وینا له دغو کسانو څخه ۲۳۱ ټُنه بېلابېل ډوله نشه يي توکي او الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.
نوموړي و ویل، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو۱۲ لویې زیرمې، د هیروئینو د پروسس ۲۷ لابراتواره، د ماین جوړولو ۳ کارخانې او د دولت د وسلهولو مخالفینو د سوق او ادارې ۲ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل