۰

روسیې بیا له امریکا په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو په اړه وضاحت غوښتی

پنجشنبه ۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۱
روسیې یو ځل بیا له ناټو او امریکا غوښتي، چې په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو د تګ راتګ په اړه وضاحت ورکړي.
روسیې بیا له امریکا په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو په اړه وضاحت غوښتی
روسیې یو ځل بیا له ناټو او امریکا غوښتي، چې په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو د تګ راتګ په اړه وضاحت ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، داسې راپورونه شته، چې افغانستان کې ځینې نامعلومه الوتکې د وسله والو تر نفوذ لاندې سیمو کې پروازونه کوي او وسله والو ته مهمات او کسان لېږدوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د څو ولایتونو والیانو په دې اړه څرګندونې کړې او ویلی یې دي، چې په ځينو بسیمو کې یې ناپېژانده الوتکې تګ راتګ کوي، خو ناټو او امریکا په دې اړه هېڅ ډول وضاحت نه ورکوي

لاوروف وايي، په افغانستان کې روان وضعیت روسیې ته د جدي اندېښنې وړ دی او په روان بحران کې هر څه بد زیري له ځان سره لري.

 ده زیاته کړې، چې روسیه د داعش او امریکا تر منځ په همکارۍ کلک شک لري او له امریکا یو ځل بیا غواړي چې نړیوالو ته په افغانستان کې د روانې اوضاع په اړه معلومات ورکړي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش پر پراخېدو او دغه راز د وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ناپېژانده الوتکو د پروازو د ادعا په اړه اندېښه ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي