امنیتي انټرنېشنل په یوه تازه راپور کې وايي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د نړۍ ځینو نورو مشرانو بشري حقونو ته شا کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې دغه څرګندونې نن پنشنبې د کب درېیمه په خپل کلني راپور کې کړې دي او د نړۍ مشران یې پر دې تورن کړي، چې خطرناکې لارې یې غوره کړې او ښايي نور دولتونه هم دغه لار تعقیب کړي.
د امنیستي انټرنېشنل منشي سلیل شتي Salil Shetty په دې راپور کې ویلي، په اوس وخت کې داسې یوه سیاسي فضا رامنځ ته شوې، چې هېڅوک د بشري حقونو د خوندیتوب ضمانت نه شي کولای.
سلیل شتي زیاته کړې« په اوس وخت کې داسې یوه سیاسي فضا رامنځته شوې او دا بېخي واضح ده چې هېڅوک زموږ د بشري حقونو د خوندیتوب ضمانت نشي کولای.»
د هغه په وینا پر نړیوالو چارو د کرکې او ویرې فضا سیوری غوړولی او په دغه ناکراره وخت کې ډېر لږ حکومتونه شته چې د بشري حقونو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې السیسي، دوتیرت، مادورو، پوتین، ټرمپ او شي په څېر مشران د میلیونونو کسانو حقونه سخت زنانمنوي.
د امنیستي انټرنېشنل د منشي سلیل شتي Salil Shetty اشاره، د مصر، فلیپن، وینزیولا، روسیې، امریکا او چین مشرانو ته ده.
جمهورخبري آژانس:کابل