د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د شوي موټر بم ځانمرګی برید له امله یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موټر بم ځانمرګی برید نن سهار شنبې د کب ۵ مه څه باندې ۹ بجې د مرکز لښکرګاه ښار په کارته لګن سیمه کې رامنځ ته شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید د لښکرګاه ښار په دويمه ناحيه کې د ملي امنيت پر دويمې حوزې د موتر په وسیله شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او ۸ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
ده و ویل، چې په ټپیانو کې پنځه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.
خو په ورته وخت کې د لښکرګاه ښار روغتیايي سرچینې وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار ۸:۲۰ د پلازمېنې کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک سیمه کې هم یو ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
دغه راز د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې هم د پولیسو په یوه قرارګا د هاموي موتر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغه بریدونو مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
جمهورخبري آژانس:هلمند