حنیف اتمر:

افغانستان کې د وسله والو مخالفینو شمېر تر ۵۵ زره زیات دی

5 حوت 1396 ساعت 8:50

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، په هېواد کې د وسله والو مخالفینو شمېر تر ۵۵ زره تنو زیات دی او هغوی په څلورو لویو ډلو وېشل شوي دي.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، په هېواد کې د وسله والو مخالفینو شمېر تر ۵۵ زره تنو زیات دی او هغوی په څلورو لویو ډلو وېشل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې د سعودي عربستان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د دغو وسله والو مخالفانو له ۳۰ زره تر ۴۰ زره افغانان، له ۶ زره تر ۷ زره پاکستانیان، له ۲ زره تر ۳ زره د سیمې د تروریستي د تنظیمونو غړي، شاوخوا ۳زره د داعش په شان د نړیوالو تروریستي ډلو او له ۲۰۰ تر ۴۰۰ د القاعده غړي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار د دغه وسله والو د مالي سرچینو څخه هم یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغه وسله وال له دریو مالي سرچینو څخه تمویلېږي.

د ښاغلي اتمر په خبره د وسله والو مالي سرچینې یو یې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې مېشت ترهګرو تنظیمونه، دوهم یې د ځینو هېوادونو حکومتي موسسې چې په سیمه کې شحصي اجنډاوې لري، او درېیم یې هم نشه يي توکي دي.

اتمر د پاکستان د دې ادعا په اړه چې وايي پاکستان د افغانستان د ثبات پلوي دی ویلي، د پاکستانیانو پر دې خبرو خوشحاله کېږي، خو په خبره یې افغانان به هله له پاکستان څخه زیاته منندوی وي، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې د ترهګرو پتڼځایونه او مرکزونه له منځه یوسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، افغان حکومت لېواله دی چې سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د مشر په توګه د ښکېلو افغان خواوو ترمنځ د پخلاینې په هلوځلو کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101724

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com