۰

په قطر کې د طالبانو دفتر تړل کېږي

شنبی ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۵
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکا محمد حنیف اتمر وايي،په قطر کې د طالبانو دفتر سولې ته ګټه نه ده کړې او دغه دفتر نور تړل کېږي.
په قطر کې د طالبانو دفتر تړل کېږي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکا محمد حنیف اتمر وايي،په قطر کې د طالبانو دفتر سولې ته ګټه نه ده کړې او دغه دفتر نور تړل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې د سعودي عربستان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت د طالبانو د قطر دفتر د تړلو هڅه کوي.

د هغه په وینا له اوو کالو راهیسې د قطر دفتر پرانیستل شوی دی، چې د سولې په برخه کې یې هېڅ ګټه نه ده کړې او اوس د قطر له حکومت سره خبرې روانې دي تر څو دغه دفتر وتړل شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته ژمن دی، خو د قطر دفتر په دې برخه کې هېڅ ګټه نه شي رسولی.

اتمر پر پاکستان هم غږ کړی، چې د ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي. دده په وینا تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نشته، چې وښيي پاکستان د ترهګرو پر ضد مبارزه کې رښتینی دی.

باید و ویل شي، چې محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د ولیعهد په رسمي بلنه سعودي عربستان ته تللی دی.

نوموړي په خپل سفر کې د سعودي د حکومت له مهمو چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې پر بېلو موضوعاتو خبرې ورسره کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي