د افغانستان د سوداګرۍ او ضایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او قزاقستان تر منځ هم هوايي دهلېز پرانستل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلی زیاتوي، چې دغه هوایي دهلېژ تېر ماښام (جمعه د کب څلورمه) پرانستل شو.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه هوايي دهلېز له پرانستو سره سم څلور ټنه بادرنګ او رومي بانجان او دغه راز غالۍ دغه هېواد ته ولېږدول شوې.
په ورته وخت کې پسرلي دا هم و ویل، چې ټاکل شوې له عربي هېوادونو، اندونیزیا، سریلانکا او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه جوړ او سوداګریزه راکړه ورکړه د هوا له لارې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له دې وړاندې له هندوستان سره هم هوايي دهلېز پرانستی او د وارداتو او صادراتو لړۍ ورسره پیل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل