۰

ناپېژانده وسله والو د اجرائیه ریاست سلاکار او پخوانی سناتور وژلی

یکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۷
راپورونه وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست سلاکار او پخوانی سناتور رفیع الله ګل افغان په ډزو وژلی دی.
ناپېژانده وسله والو د اجرائیه ریاست سلاکار او پخوانی سناتور وژلی
راپورونه وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست سلاکار او پخوانی سناتور رفیع الله ګل افغان په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، ګل افغان چې د سنا مجلس پخوانی مرستیال و، تېره ورځ شنبې د (کب پنمځه) د کابل ښار د ۱۷ مې حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې وژلی دی.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې پر ګل افغان په برید کې د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، دوی ته د یوه کس د ترور کېدو راپور رسېدلی خو تر اوسه په دې اړه دقیق معلومات نه لري.

په ورته وخت کې عطامحمد نور په خپله فسبوک پاڼه د رفیع الله ګل افغان د وژل کېدو پخلی کړی دی او د هغه پر وژل کېدو یې ژوره خواشني ښودلې ده.

باید و ویل شي، ګل افغان د جمعیت اسلامي ګوند پخوانی قوماندان، پخوانی سناتور او په اوس وخت کې یې د اجرائیه ریاست د سلاکار دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي