۰

افغانستان سبا له وېسټ انډیز سره کرکټ لوبه لري

دوشنبه ۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۸
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو له کوالیپای رونډ سیالیو وړاندې له وېسټ انډیز سره تمریني لوبه لري.
افغانستان سبا له وېسټ انډیز سره کرکټ لوبه لري
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو له کوالیپای رونډ سیالیو وړاندې له وېسټ انډیز سره تمریني لوبه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه به سبا سه شنبې د کپ ۸ مه د زمبابوې په حراري لوبغاړلي کې تر سره شي.

تر دې وروسته به افغان لوبډله له هالنډ ملي لوبډلې سره هم یوه تمریني لوبه تر سره کړي او له هغې وروسته به د مارچ په څلورمه نېټه خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلېنډ سره وکړي.

افغان لوبډله چې په اماراتو کې له زمبابوې د شل اوریزه او پنځوس اوریزه سیالیو د لړیو تر ګټلو وروسته نېغ زمبابوې ته ولاړه تر څو د ۲۰۱۹ میلادي کال له پاره مقداماتي یا د غوراوي سیالۍ تر سره کړي.

له افغانستان سره د غوراوي پړاو سیالیو کې ۹ نور ټیمونه هم شتون لري، چې افغانستان په بي ګروپ کې له زمبابوې، سکاټلېنډ، نیپال او هانګ کانګ سره مخ کېږي.

له دغه لسو ټیمونو څخه چې هر دوه لوبډلې سر ته و وتلې هغوی به وکولای شي، چې د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام پنځوس اوریزه سیالیو کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي