د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او په نړیوال کچه پېژندل شوی ورو توپ اچوونکی راشد خان په ۲۰ اوریزه نړیوالو لوبو کې هم لومړی مقام تر لاسه کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰ اورونو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد اول مقام ګټلی دی.
راشد خان څو ورځې مخکې په متحدو عربو اماراتو کې د زمابوې خلاف د۲۰ اورونو سیالیو کې پنځه مخالف لوبغاړي وسوځول او د کرکټ نړیواله شورا وايي همدغو لوبو تر ډېره راشد خان د لومړي مقام د ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړه.
باید و ویل شي، چې راشد خان تر دې څو وروځې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر حساب په نړیوالو پنځوس اوریزه سیالیو کې هم لومړی مقام تر لاسه کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل